امریکا پر څلورو ایراني کمپنیو تازه بندیزونه وضع کړي دي

امریکا پر ایران د فشارونو په لړ کې تازه پر دغه هېواد نور بندیزونه هم وضع کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې بندیزونو کې د ایران څلور مهمې او لویې کمپنۍ شاملې دي چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک ته تېل رسوي. مایک پمپیو وایي له دې بندیزونو موخه دا ده چې په سیمه کې د ایران د ورانکاره فعالیتونو مخه ونیسي. پمپیو دغه راز خبرداری ورکړی چې د ایران د کمزوري کولو او د ترهګرۍ له ملاتړ ددغه هېواد د راګرځولو لپاره یې لا ډېر اقدامات په پام کې نیولي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !