ټرمپ: ایران دې ته تیار شوی چې له امریکا سره مخامخ مذاکرات وکړي

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې ایران د بندیزونو د لرې کولو په شرط له امریکا سره خبرو ته تیار دی. ټرمپ د هغه په ځواب کې ویلي چې هېڅ وخت به بندیزونه لرې نه کړي او د ایران دا شرط ورته د منلو نه دی. تر دې وړاندې هم ایران ویلي وو، چې د مذاکراتو د پيل لپاره باید امریکا تر هر څه وړاندې بندیزونه لرې کړي. امریکا بیا وايي چې د بندیزونو په لا ډېرولو به ایران دې ته تیار کړي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي او خپل اټومي پروګرامونه ودروي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !