لویې څارنوالۍ په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیه کې د ۷ کسانو د نیولو ادعا کړې

لویه څارنوالي وایي، لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیه کې ټولټال ۱۸ تنه تورن پېژندل شوي او له منځه یې ۷ تنه نیول شوي.

د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي تېره ورځ شنبه په کابل کې خبریالانو ته ویلي، د نیول شویو کسانو له ډلې د دوو تنو دوسیې بشپړې شوې او لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې او د پاتې پنځو تنو نورو دوسیې به هم ژر تکمیل شي.

د رسولي په خبره، په دې برخه کې څېړنې رواني دي؛ خو پلټونکې ډلې ته لا داسې اسناد په لاس ندي ورغلي، چې د پوهنې وزارت کارکوونکي په دې قضیه کې ښکېل وښيي.

یاده دې وي، چې کابو دوه میاشتې وړاندې په لوګر ولایت کې د یوې مدني ټولنې مشر موسی محمودي رسنیو ته داسې لاسوندونه وسپارل، چې ښودله یې په دې ولایت کې نږدې ۵۰۰ تنه زده کوونکي په جنسي ډول ځورول شوي.

ددې اسنادو له خپرېدو وروسته، په کابل کې د ملي امنیت ادارې نوموړی ونیو، چې له امله یې د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړه او د هغه د خلاصون غږ یې وکړ، ملي امنیت ریاست له څو ورځني زندان وروسته محمودي خوشی کړ؛ خو په یوه ويډیويي پيغام کې یې نوموړی  اړ ایست؛ څو خپلې کړې ادعاوې غلطې او په بهر کې د تابعیت اخستلو په هدف خپرې کړې وبولي.

د محمودي د ويډیويي پيغام تر خپرېدلو وروسته په کابل کې د امریکا سفیر د ملي امنیت دا ګام وغانده او په یو چا باندې په جبر اقرار کول یې، د روسي استخباراتو میراث یاد کړ.

اوس تازه داسې راپورونه شته، چې ښيي، موسی محمودي د ګواښونو له امله افغانستان پرېښی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای کوم ګاوندی هیواد ته تللی.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !