امریکا افغان پوځ ته د ورکول کېدونکو چورلکو شمېر کموي

میلټري ټایمز په یوه مطلب کې لیکي د امریکا ددفاع وزارت پرېکړه کړې چې له افغان پوځ سره د مرسته کېدونکو الوتکو شمېر راکم کړي. د سرچینې په خبره پنټاګون ژمنه کړې وه چې افغان پوځ ته به ۱۵۹ بلک هاک چورلکې ورکوي، خو اوس غواړي دغه شمېره ۵۳ ته راښکته کړي. ددې تر څنګ اې سي ۲۰۸ ډوله جنګي الوتکو شمېره له ۳۲ الوتکو ۱۰ ته راښکته کېږي. ملټري ټایمز لیکي، د امریکا ددفاع وزارت وایي چې دوی په افغانستان کې د وضعیت تر ارزونې وروسته دغه پرېکړه کړې ده. امریکا د امنیتي او ستراتيژیک تړون له مخې ژمنه کړې وه چې د افغان پوځ اړتیاوې به پوره کوي او له دوی سره به په هوايي او ځمکنۍ برخه کې پراخې همکارۍ کوي خو داسې ښکاري چې دغه هېواد پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید