سيګار: ۵۵٪ افغانان د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي، د اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت په واکمنۍ کې ۵۵٪ افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او مرستندويه حکومتونه هم د افغان حکومت د فساد له امله تر پوزې راغلي دي.

سيګار زياتوي، چې د افغان حکومت ۷۵ سلنه لګښتونه بهرني مرستندويان پوره کوي او يوازې ۲۵ سلنه يې حکومت په خپله پوره کوي.

د سيګار په وينا د اشرف غني حکومت د فساد ضد مبارزه کې ناکام دی، د دې مبارزې هوډ هم نه لري او په دې اړه د بهرنيو په سترګو کې د خاورو شيندلو هڅه کوي.

راپور کې راغلي، په ۲۰۱۲ کال کې ۳۷ سلنه افغانانو د فقر تر کرښې لاندې ژوند کاو، خو د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال ۵۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ورځې په يې په يوه ډالر ګزاره کوي.

سيګار وايي، د تېر ۲۰۱۹ کال په وروستيو مياشتو کې طالبانو پر بهرنيو او کورنيو عسکرو له ۸۲۰۰ زیات بریدونه او چاودنې کړي، چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۳۷ سلنه زياتې وې.

د راپور له مخې افغان حکومت د خپلو عسکرو مرګ ژوبلې شمېر پټوي.

د سيګار مشر جان سوپکو د امريکا کانګريس ته په خپل راپور کې ويلي، د امريکا د اتلس کلنې جګړې او د دولتي عسکرو د مرستې او روزنې سربېره تر اوسه نه ده نه روښانه، چې د بهرنيو عسکرو په نه شتون کې به دا عسکر د افغانستان امنيت وساتلی شي که نه.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !