د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په دمه کې بریدونه زیات شوي

د امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي تمرکز کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش سیګار د دفتر د راپور له مخې، د تېر کال په وروستیو دریو میاشتو کې د طالبانو او نورو ډلو لخوا بریدونه د تېرو لسو کلونو په پرتله لوړ وو.

وال سټریټ ژورنال وایي، په داسې حال کې چې واشنګټن له افغانستانه د وتلو په لټه کې دی د سیګار راپور په دغه هېواد کې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي ښکارندوی دی.وال سټریټ لیکلي د امریکا او طالبانو تر منځ تېر کال د خبرو په دمه کې بریدونه زیات شول.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې د ترهګرو بریدونو ته د جمعې ورځې په راپور کې ځای ورکړی.طالبان د افغان حکومت په وړاندې تر ټولو لویه مخالفه وسله واله ډله ده.

دفاع وزارت بیا وايي چې د طالبانو زیاتې حملې یې په شا تمبولي دي.دفاع وزارت وايي چې طالبان نور د بریدونو توان نه لري.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د وروستي راپور په اساس د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دښمن څه باندې شپږ زره بریدونه کړي. د وړم ۲۰۱۸ میلادي کال په همدې موده کې د دغو بریدونو شمېر پنځه زره و.

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید