په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

چین کې په شدت سره د کرونا ویروس د خپرېدو په تړاو تر اندېښنو وروسته د نورو هیوادونو په څېر افغانستان کې د کرزي نړیوال هوایي ډګر کې ورته لازم تدابیر نیول شوي.

د حامد کرزي هوايي ډګر کې ډاکټرانو ددې ناروغۍ له خورېدو څخه د مخنیوی لپاره تدابیر نیولي او وایي، هغه مسافران، چې له چین هیواد نه افغانستان ته راځي په دقیق توګه د دوی له لوري معاینه کیږي.د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ډاکټران وايي دوی تر اوسه د کرونا کومه پېښه نه ده ثبت کړې.

ډاکتران وايي له چین هېواد څخه د تېرې جمعې ورځې پورې ۱۷۷ مسافر راغلي خو له چک وروسته یوه یې هم دغه ویروس له ځانه سره نه درلود.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د صحي ټیم مشر ډاکتر الله محمد نوري وايي، که چیرته له چین څخه په راغلي مسافرو باندې پوه شي، چې تبه، نفس تنګي او نور علایم پکې ولیدل شي، نو دوی یې له چک کولو ورسته قرنطین کوي او بیا یې د درملنې په هدف اړوندو روغتونونو ته استوي.

شبیر احمد او د نوموړي مېرمن ظاهره چې د چین شانګهای کې محصیلان وو، وايي، چې د دغه ویروس په راپیدا کېدو سره دوی له کورونو څخه نه شو وتلی او د چین په اکثره ولایتونو کې په دغه ویروس خلک مبتلا شوي و.دوی زیاتوي، چې دغه وضعیت نه نور تنګ شوي و او له چین څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د دغه خطرناک وایروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو دغه وایروس ۲۰ هېوادونو ته رسېدلی. د وروستیو معلوماتو له مخې د دغې ویروس له امله تر اوسه په چین کې ۲۵۹ کسان وژل شوي دي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !