ډیلي سګنال: د افغانستان په هېڅ یوه سیمه کې د تاوتریخوالي کمښت نه لیدل کېږي

 

ډیلي سګنال خپرونې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه د متحده ایالاتو د یوه متقاعد جنرال نظر خپور کړی دی.

جنرال جک کین په دې مطلب کې ویلي، د طالبانو لومړیتوب دادی چې له امریکا سره شونې هوکړه د امریکایي ځواکونو بشپړو وتلو ته لاره هواره کړي.د ده له نظره، له طالبانو سره د خبرو له لارې د سیاسي او سوله ییز جوړجاړي احتمال کم دی.

جنرال کین د مطلب په دوام کې لیکلي چې له طالبانو سره خبرې ځینې څیزونو ته اړتیا لري لکه اوربند او په افغانستان کې د کم تر کمه ۸۶۰۰ امریکایي ځواکونو ساتل.

په مطلب کې راغلي، واشنګټن هڅه کوي چې له سیاسي لارې خپله تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې پای ته ورسوي خو د مطلب لیکوال ویلي، د افغانستان هېڅ یوه سیمه کې د تاوتریخوالي د کمښت څرک نه لیدل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوې دي. طالبان د امریکا لخوا د نویو غوښتنو مطرح کول د دې کار لامل بولي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید