عرب ټولنې د منځني ختیځ په اړه د ټرمپ طرحه رد کړې

عرب ټولنې په خپله اضطراري غونډه کې چې په قاهره کې تر سره شوې د منځني ختیځ په اړه یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ طرحه رد کړې ده. دې ټولنې له امریکا سره د یادې طرحې په پلې کولو کې د نه همکارۍ خبره کړې ده او له امریکا یې غوښتي چې په دې طرحه له سره غور وکړي. د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ د منځني ختیځ په اړه د پېړۍ معاملې په نوم د خپلې طرحې جزیات وړاندي کړل چې له مخې یې بیت المقدس د اسراییل د پلازمینې په توګه اعلان شوی دی چې د نړۍ په کچه یې د اسلامي هېوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي او په فلسطین کې له څو ورځو راهیسي د دې طرحې پر ضد پراخ لاریونونه روان دي.

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید