د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون خپله وروستۍ پرېکړه د چهارشنبې په ورځ اعلانوي

انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له مخکنۍ ژمنې سره سم پرون ونشوای کولی چې د انتخاباتي شکایتونو د استینافي غوښتنلیکونو پایلې اعلان کړي. دا کمېسیون وايي تر اوسه یې د استیناف نیمايي قضیو په اړه پریکړې کړې او پاتې نورې به د چهارشنبې تر ورځې پورې وکړي.

د انتخاباتي شکایتوو د کمېسیون غړو پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې څېړنه کې هغه درې لکه رایې هم راځي چې نوماند عبدالله یې د باطلېدو غوښتنه کړې وه او ځینې پرېکړې د همدې رایو په اړه دي.

د کمیسیون غړي قاسم الیاسي په دې اړه جوړه شوې خبرې غونډه کې وویل : ” پرېکړې د قانون، اصولو او طرز العملونو سره سمې او د تخنیکي مسئلو په پام کې نیولو سره په داسې بڼه شوي چې انتخاباتي ډلو او خلکو ته د منلو وړ دي. “

خو د کمېسیون چارواکو د شویو پریکړو په اړه ډیر تفصیل ورنکړ.

د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په ولایتونو کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون څانګو د شویو شکایتونو په اړه خپلې پرېکړې وکړې. دا پرېکړې مرکزي کمېسیون ته واستول شوې او د پرېکړو ننګولو لپاره ټاکنډلو څه باندې ۶۰۰۰ استنیافي شکایتونه ثبت کړل.

په ټوله کې کمېسیون ۳۹ ورځې وخت لري چې د انتخاباتي شکایتونو د څېړلو او په اړه یې د پرېکړې بهیر بشپړ کړي. د ولسمشرۍ له انتخاباتو څه باندې څلور میاشتې تیریږي، د لومړنۍ مهالوېش له مخې يي باید پایلې د لړم میاشتې په ۱۶ اعلان شوې وای.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !