بهرنیو ځواکونوپه کندز کې پر یوه روغتیايي مرکز برید کړی

بهرنیو ځواکونو په کندز کې پر یوه روغتایي مرکز هوايي برید کړی چې له امله یې دغه روغتیايي مرکز ویجاړ شوی دی.

راپورونه وایي، وړمه ورځ د کندز ولایت په ګل تپې ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو له لوري د BHC په نوم یو کلینک باندې هوایي برید شوی دی چې له امله یې یاد روغتون او په روغتون کې موجود ټول تجهیزات تخریب شوي دي. د دې ترڅنګ د روغتون یو کارکوونکی هم سخت ټپي شوی دی. په ورته وخت کې  ملي دفاع وزارت وایي، چې په دې برید کې یې څلور طالب وسله وال وژلي دي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !