ښه خبره دا ده چې ښاغلی اشرف غني د جمهور رئیس په توگه په غونډو کی خبرې ونکړي!

انجنير عیسی

تر کومه به همداسې ویره او ترس سره خبرې کوي بیا به سمدلاسه معذرت غواړئ؟

هر ځل چی کمه غونډه کې ښاغلی اشرف غنی خبرو ته جگ شي نو د ارگ ملگری يې ځینې خوښ او د ځینو پښې ریږدي چې اوس به بیا اشرف غني نوی گل وکري، د هرې غونډې وروسته ښاغلی اشرف غني مجبور شی د خپلو اظهاراتو په اړه معذرت وغواړي:

ځینی وخت العیاذبالله حسین نواسه خدا یا بخاری بعد از حدیث ,,,.

څه موده وړاندی د ناکامورا کاکا په مړینه غوښتل چی د شهید لفظ وکاروي خو د ارگ ناځوانو عالمانو پری نښود.

د ښځو ناقص العقل  خبره یی هم په ډیره درنده بیه او بښنه تمامه شوه.

داسې ښکاري چې ښاغلی اشرف غني اوس خپل حواس د لاسه ورکړی دي، نه پوهیږي چې تیمور لنگ ووایی یا امیر تیمور قهرمان؟؟

ښاغلی غني د خپل ارگ چوکی ساتلو لپاره هر څه ته او هر قیمت ورکولو ته حاضر دی.

 د پرون راهیسی د ترکمن ځینې سیاسي مداریانو کوچنی فشارته هم تسلیم شو، او مجبور يې کړ چې معذرت وغواړي

تیره ورځ د یو شمېر ترک توکمو او د عبد الرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د اعتراض په غبرګون کې ښاغلی غني ملگری  وایي: چې د امیر تیمور په اړه څه ویلي، نه قصدي عمل و او نه دغه شخصیت ته د سپکاوي لپاره وې.

همدا رنگه د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، ټولو اوزبک هېوادوالو ته ډاډ ور کول کېږي چې افغان ولسمشر د نورو ټولو درنو قومونو تر څنګ د ازبکانو کلتور او امیر تیمور ته هم درناوی لري.

د ارگ ماڼۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د افغانستان یو شمېر ترک توکمو او د عبد الرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د امیر تیمور ګورکاني په اړه د دښاغلی محمد اشرف غني وروستۍ څرګندونې سپکاوی ګڼلی دی.

 د جنبش ګوند پرون ( د فرورۍ ۲) په یوه اعتراضي غونډه کې د اشرف غني څخه غوښتي چې د امیر تیمور په اړه د دې څرګندونو له امله د بښنی تر څنگ جبران هم ادا کړي !

د دې ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج په دې غونډه کې له ولسمشر وغوښتل چې په بښنې سربېره اړوند بنسټونو ته امر کړي چې ښوونیزو او تاریخي کتابونو کې د امیر تیمور ګورکاني نوم سم شي او نادود نوم ترې لرې شي اوهغه یعنی قهرمان وبلل شي!

او زیاته کړه:

د ښاغلی غني د خبرو څخه د خلکو احساسات سخت اغېزمن شوي دي، زموږ خلک ډېر خپه دي، چې ولسمشر بښنه و نه غواړي او جبران ونکړی  فکر نه کوم چې زموږ د خلکو قناعت وشي".

فاریاب ولایت کې هم ځینې خلکو او د مدني ټولنې فعالانو یوه اعتراضیه غونډه کې د ولسمشر غني څرګندونې یوه قام ته سپکاوی بللی دی.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا په واز کومی خوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د اشرف غني موخه په هیڅ صورت تیمور ګورکاني ته سپکاوی نه وو.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر له دې امله اغېزمن دی چې امیر تیمور په نادود لقب یاد شوی دی او د خلکو احساسات زیانمن شوي.

اوس خبره داده چی ترکومه به ښاغلی اشرف غني همداسې بی مسئولیتو ویناگانو او بیا معذرتونو او باج ورکولو ته دوام ورکوي؟

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !