ټرمپ: په افغانستان کې اوږده جګړه ختموم او ټول عسکر له دغه هېواد وباسم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه ختموي او ټول عسکر له دغه هېواد وباسي. ټرمپ نن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې د امریکا جګړه اوږده شوه او ټوله بیه یې امریکايي کورنۍ پرې کوي. ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته رسوي او خپل سرتېري وباسي. ټرمپ یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې نه غواړي زرګونه بېګنا افغانان ووژني. د ده په وینا د سولې خبرې روانې دي، جګړه به ختمېږي او دی نه غواړي چې په دغه جګړه زرګونه افغانان ووژني. ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت ستاینه هم وکړه او په خبره یې دوی دلته په یوه عالي کار بوخت دي او د سولې خبرې به هم ژر یوې پایلې ته ورسېږي. د امریکا ولسمشر پر ترهګرۍ ضد مبارزه ټینګار وکړ او و یې ویل د نړۍ په هېڅ ګوټ کې به ترهګر خوندي نه وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !