د امريکا د کانگرس مشرې د ټرمپ د وينا متن څيرې کړ

ډونلډ ترمپ د خپلي کلنۍ وينا پر مهال د خپلو لاسته راوړنو په اړه وينا کې وويل چي امريکا زما د واکمنۍ پر مهال تر بل هر وخت مخته شوې ده او پرمختگ يې کړی دی، د ټرمپ د خبرو پر مهال د امریکا د کانګریس مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د خبرو متن په مهمه کلنۍ غونډه کي د ټولو حاضرينو په مخ کې د ټرمپ د وینا متن څېرې کړ، په خپره شوې ویډیو کي ښکاري چي هغه د ولسمشر ټرمپ د وینا متن څېرې کوي او پر خپل مېز یې اېږدي. دا د امریکا د ولسمشر د وینا سپکاوی ګڼل کيږي، پلوسي تل پر ټرمپ نیوکي کوي چي د امریکا باور ته یې په نړیواله کچه زیان رسولی دی او له قانون سرغړونې کوي، پلوسي بریالۍ شوه چي په کانګرس کي د ټرمپ د استیضاح طرحه هم تایید کړي او دمګړی د ټرمپ استیضاح چارې روانې دي، د ټرمپ وینا د نړۍ په ګوټ ګوټ کي زرګونه کسانو کتله او د پلوسي دا کار په ټولنیزو رسنیو کي غوغا جوړ کړې ده، ټرمپ د خپلو لاسته راوړنو په هکله وويل، چي د امريکا اقتصاد ته يې وده ورکړې ده، لس مليونه امريکايانو ته يې وظيفه موندلې ده، په نظامي او اقتصادي برخه يې د پام وړ پرمختګ کړی دی، او غټ پرمختګ يې دا کړی چي د داعش مشر ابوبکر بغدادي او د ايران د قدس ځواکونو مشر قاسم سليماني يې  ووژل.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !