د امریکا سنا ډونالډ ټرمپ ته برائت ورکړ

د امریکا سنا مجلس د چهار شنبې به ورځ د متحدو ایالاتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د استیضاح تر څېړنې وروسته هغه ته برائت ورکړ.

د کانګریس د سنا غونډې ۵۲ غړو پر ټرمپ د لګېدلو تورونو په تړاو منفي رایې او ۴۸ مثبې رایې ورکړې، چې په دې سره ټرمپ له لګېدلو تورونو وژغورل شو.پر ټرمپ تور پورې شوی و، چې له واکه یې ناوړه ګټه اخیستې او د کانګریس د فعالیتونو مخه نیسي.

د امریکا په سنا مجلس کې ډېری جمهوري غوښتونکي دي او له تېرو شلو ورځو راپدېخوا یې پر ټرمپ د لګول شوو تورونو ارزونه کوله. که ټرمپ ته برائت نه وای ورکړل شوی نو هغه به د امریکا درېیم ولسمشر و چې استیضاح کېږي او دغه راز یې که رایې کمې وړې وی نو له دندې به ګوښه کېدلو.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !