تېر کال څه کم ۱۱ زره شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي

تېر کال په افغانستان کې څه کم ۱۱ زره نوو شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي. د افغانستان د صعنت او سوداګرۍ وزارت وایي چې ددې تر څنګ لسګونه شرکتونو خپل جوازونه لغوه کړي هم دي. د یاد وزارت ویاند سمیر رسا وایي چې په تېر ۲۰۱۹ز کال کې په افغانستان کې ۱۰ زره او ۹۰۰ شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي. په وړم ۲۰۱۸ز کال کې دا شمېره څه باندې ۸ زره جوازونو ته رسېده. رسا همدا راز وایي چې ۵۹۳ شرکتونو بیا خپل جوازونه لغوه کړي دي چې دا شمېره وړم کال۸۳۰ ته رسېده. رسا وايي چې د جواز په ورکړه کې اسانتیا او د خدماتو روڼتیا ددې سبب شوې چې لا ډېر شرکتونه د فعالیت جوازونه واخلي. نوموړي ټینګار کړی چې وزارت به په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځ ته کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !