د حق ملتیا ایماني غوښتنه ده

حبيب الله نياز

 د حق ملتیا ایماني غوښتنه ده؛ خو د دې برعکس د حق په مقابله کي د باطل ملتیا شیطاني هڅونه او تباهي ده، د حق ملتیا کامیابي او سعادت دئ، د حق ملتیا لکه د نوح  علیه السلام  کښتۍ د نجات وسیله ده، د دې برعکس د باطل ملتیا تباهي ده، د نوح علیه السلام رسالت حق دئ، کومو کسانو چي ئې ملتیا وکړه هغو ټولو په کښتۍ کي نجات وموند؛ خو د نوح  علیه السلام  زوی کنعان چي د حق ملتیا پرېښودله، د باطلي ډلي سره یو ځای سو، د باطل د ملتیا له کبله په طوفان کي غرق او تباه سو.

 د حق په ملتیا کي بندي لاري د خلکو پر مخ خلاصیږي؛ خو د دې برعکس د باطل په ملتیا کي خلاصي لاري پر خلکو بندیږي، د موسی  علیه السلام  رسالت حق دئ، بنو اسرائیلو د حق ملتیا وکړه، د موسی  علیه السلام  رسالت ئې ومانه هغوی ته د محاصرې په داسي سخت حالت کي چي مخ ئې دریاب بند کړی وو، د شا له خوا داسي دښمن د لښکرو سره پسي ورورسېدی کوم چي ډېر کوچنيان ئې ور حلال کړي وه ؛ خو د حق د ملتیا له کبله الله تعالی بنو اسرائیلو ته په دریاب کي دوولس لاري پرانيستلې او په امن تر دریاب پوري وتل؛ خو د فرعوني فوجیانو پر مخ کوم چي د باطل په ملتیا کي د حق مقابلې ته راوتلي وه، د دریاب په منځ کي همدا خلاصي لاري بندي او پکښي غرق سول.

د حق ملتیا د ستایني وړ عمل دئ!!؛ ځکه نو د مخکنیو امتونو کوموکسانو چي د حق ملتیا کړې ول الله تعالی په قرآن کریم کي هغوی ستایلي دي؛ خو کوم کسان چي د باطل په څنګ کي درېدلي وه، د حق مقابله ئې کړې وه هغوی بیا الله تعالی غندلي او رټلي دي!

د حق ملتیا د حق په پېژندلو سره کېدلای سي؛ ځکه نو د حق د ملتیا له پاره د حق پېژندنه ضروري ده!؛ خو حق په خلکو نه پېژندل کیږي؛ ځکه کله د تقدیر په قلم د صالح څخه طالح یعني بد جوړیږي؛ وایي: حق په خلکو مه پېژنه بلکي حق وپېژنه څو اهل الحق وپېژنې.

په ښو امر کول حق دي، د بدو څخه منع کول حق دي، څوک چي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سپېڅلې دنده انجاموي هغه اهل الحق دي مل ئې سه! خو د دې برعکس که څوک په بدو خلک امر کوي او د ښو څخه ئې منع کوي، هغوی اهل الباطل دي، ملتیا ئې مه کوه!

د باطل مله چي څه مهال د خپلو کړنو د بد انجام سره مخ سي، نو هلته به بیا یو او بل ته د ملامتیا ګوته نیسي آن تر دې چي پر بل به لعنت وایي، لهذا مسلمانان باید تل ویښ او هوښیار واوسي،؟ کله هم خپل دین او آخرت د یو کس پر شخصیت قربان نه کړي، بلکي تل د حق ملتیا وکړي

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !