سیاسي ګوندونه: د سولې لپاره پر قید و شرط د حکومت ټينګار دغه پروسه تخریبوي

په داسې حال کې چې د افغان حکومت لخوا طالبانو ته د اوربند، د حکومت پر محوریت خبرې او د جمهوریت منلو شرطونه ایښودل شوي، یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي، د سولې لپاره شرطونه به روانه پروسه زیانمنه کړي.

د سیاسي ګوندونو استازي، جهادي شخصیتونه او حکومتي چارواکي، چې پرون د سولې لپاره د یوې واحدې اجماع د جوړیدو تر عنوان لاندې ناسته کې را غونډ شوي وو وايي، د سولې په خبرو کې د افغان حکومت نرمښت ته اړتیا ده او حکومت باید د سولې مذاکراتو په دې حساس پړاو کې له هغو مخکې شرطونو ډډه وکړي، چې دغه پروسه توقف کولی شي.

د سیاسي ګوندونو استازي سوله یوه ملي پروسه یادوي او وايي، هیڅوک باید دغه پروسه انحصار نه کړي.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړی غیرت بهیر وايي چې ټول افغانان سولې ته اړتیا لري او امریکا هم تر بل هر وخت سولې ته لیواله ده او اوس په دې برخه کې جدي هڅې کوي.

دوی د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پر یو همه شموله هییت ټینګارکوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، څو هغه همه شمول پلاوی، چې افغان سیاستوال پرې توافق ته رسیږي ومني.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د دارالانشا پخوانی رییس محمد عمرداوودزی وايي، چې د طالبانو دا خبره سمه ده، چې افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی او د اشغال پای ته رسیدو لپاره د طالبانو دریځ سم دی، خو باید په دې تړاو بحث او هرڅوک خپل دلایل وړاندې کړي.

په داسې حال کې، چې تر اوسه د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې او دویم دور ته د انتخاباتو د تلو احتمال زیات دی، عمر داوودزی وایي، چې د انتخاباتو د پایلو تر اعلان او د ولسمشر د تحلیف تر مراسمو دوه اونۍ وروسته به د ملي اجماع او ملي مصالحې لپاره لویه جرګه دایره شي.

په کابل کې یو شمیر سیاسي ګوندونه او جهادي شخصیتونه داسې مهال د قید او شرط پرته د سولې غوښتنه کوي، چې افغان حکومت د سولې لپاره له طالبانو دایمي اوربند غوښتی او ځینې نور داسې شرایط یې وړاندې کړي، چې د سولې خبرې تخریبولی شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !