دفاع وزارت د وژل شويو امریکايي پوځيانو د پېښې د څیړنې لپاره یو پلاوی ننګرهار ته لېږلی

 

په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د ګډو عملیاتو پرمهال خپلمنځي نښته شوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایتي شورا وایي، وړمه شپه افغان او بهرني ځواکونه د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره تللي وو، چې ترمنځ یې لفظي شخړه شوې او وروسته په وسله واله نښته اوښتې.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، په پېښه کې څلور امریکایي سرتیري ځای پرځای وژل شوي او درې نور چې ټپیان وو وروسته یې ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند دغه پېښه تایید کړې، خو وایي په پېښه کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.د پېښې د څیړنې لپاره د ملي دفاع وزارت له لوري د لوی درستیز په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته تللی او چارواکي وایي د څیړنو پایلې به له خلکو سره شریکې شي.

د افغان ځواکونو له لوري پر بهرنیانو ورته پېښې څو ځله پخوا هم رامنځ ته شوې، خو څرګنده نه ده چې د دې وروستۍ پېښې اصلي لامل څه دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ډېر وخت ملکي مرګ ژوبله هم رامنځ ته کیږي او ښایي ددې نښتې یو لامل هم ددغو عملیاتو پرسر له بهرنیانو سره د نظر اختلاف وي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !