پاکستان د افغان مهاجرينو د ۴۰ کاله مهاجرت په مناسبت نړيواله غونډه جوړوي

د افغان مهاجرينو رسنۍ وايي چې په پاکستان کښي مقيم د افغان مهاجرينو لپاره په مرکز اسلام اباد کښي په راتلونکې 17 او 18 فبرورى 2020 د افغان مهاجرينو د40 کاله په پوره کيدلو سره يوه نړیواله غونډه جوړوي .

راپورونه وایي چى ، دمهاجرينو مربوط حکومتى چارواکى او ملل متحد او پاکستان حکومت غواړي چى راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د افغان مهاجرينو د 40 مې کلیزې په تړاو دوه 2 ورځنۍ غونډه جوړکړي.

د پاکستان د هېواد د بهرینو چارو وزارت په یوه اعلامیه کښي ویلي شوى دى ، چې دا غونډه به د پاکستان په پلازمېنه مرکز اسلام اباد کښي جوړه شي، چې پکښي به د ملګرو ملتونو UNHCR د کډوالو عالي کمیشنران، دمهاجرينو دوزارتونو وزیران او نورو شلو هیوادونو سفيران او لوړ پوړي چارواکي برخه واخلي .

د کډوالۍ لپاره د نړیوال سازمان شمیرې ښیې چې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې یو میلیون او 400 زره یې راجسترPOR CARD او شاخوا یو میلیون او سل زره نور یې ناراجستره دي.

دى غونډي کښي به دافغان مهاجرينو درانه مشران او هم نماينده ګان او ځوانان او دهنر سره تعلق لرونکى افغانان هم برخه اخلى ، ـ پاکستان د 40 کالو نه راپرديخوا په لکونو چى د 5 ميلونو نه هم زيات را مهاجر شوى وو ، د داغو مهاجرينو ښه په درنښت سره ميلمستياه کړى ده ، چى د دى احسان مند افغانان او په خاصه توګه هغه ټول افغان مهاجرين دى چى دا دومره وخت يۍ دلته خه په عزت او ابرو سره تير کړلو او نړيوال هم لکه ملل متحد UN او د مهاجرينو نړيواله اداره UNHCR هم دامنى چى پاکستان په تاريخ کښي اولنى ملک دى چى د دومره غټي مودى نه د افغان مهاجرينو ورنو ميلمستياه ترسره کړى ده د کال 1979د روسانو دراتګ سره دافغانانو يو په دومره غټ شميرخلکو هجرت ته مخه وکړله چى دى نه ورستو په يومخ دافغان مهاجرينو دپاکستان اسلامى جمهورى حکومت خوا ته په ډير شمير سره راغلل چى هغه وخت دنړيوال کمک هيڅ درک نه وو خو پاکستانى عوامو او دهغه وخت حکومت د مهاجرينو دپاره خپله ټوله حکومتى مشينرى په اجلا سره په کار واچوله او د سيفران وزارت لاندى يۍ دافغان مهاجرينو دپاره مختلفى محکمى يا ادارى په ټول پاکستان کښي کارونو بوخت کړلى چى بيا ورستو ملل متحد او نورو نړيوالو هم دى ميدان ته را داخل شول خو تر کال 1995 پورى سه امداد او کمک به نړيوالو کولو خو دهغى سره پاکستانى عوامو دخپلو مسلمانانو ورنو سره هر راز کمک ترسره کړلو چى په زرهاو خلکو ديو اوبل سره رشته دارى هم وکړلى ، چى د لړى دوام لرى خو اوس په پاکستان کښي 69% مهاجرين افغانان په ښارونو علاقو کښي او 31% مهاجرين اوس هم په کيمپونو کښي خپل ژوند ترسره کوى , دا چى اوس په پاکستان کښي مقيم 70% نه زيات مهاجرينو داسى دى چى دهغوى پيدايش هم دلته پاکستان کښۍ شوى دى هغه زکه چى 40 کاله ډير عمر وى ، او اوسنى حالاتو کښي دافغان مهاجرينو مهمى ستونزى يامشکلات ، دتعليم ،صحت ، کاروبار ، او دکارډونو تمديد ،مختلف قانونى لايسنسونو اجرا ،او دجايدادونو خريداو فروخت او دکمزور او مساکينو مهاجرينو سره دخوراکى امداد کولو او تجارات ته وده ورکول او هم د طورخم په شمول دنورو لارو باندى مهاجرينو ته اسانتياوى دافغانانو مهمى ستونزى او مشکلات دى .

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !