وانګ يې: د کرونا وایروس په ټولیزه توګه کابو شوی

د چین چارواکي وايي، د کورونا ویروس یا کووید -۱۹ “په ټولیزه توګه کنټرول” شوی دی. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، هوبي ولایت نه بهر په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۱ ورځو راهیسې په پرله پسې ډول کم شوی دی .د روغتیا نړیوال سازمان ویلي له چین څخه بهر په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر نه دی تر سترګو شوی. ښاغلي وانګ وویل چې له ناروغۍ د رغېدلو کسانو شمېر هم د پام وړ لوړ شوی دی. چینايي چارواکو منلې چې تر ۲۵۰۰ ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي چې له کبله يې د مړو شویو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی. د چین د چارواکو په ټکو تر اوسه په چین کې څه باندې ۶۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي په چین کې یې د دې ویروس د خپرېدو په اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي. د دغه سازمان کارپوهان او څېړوونکي له امریکايي متخصصانو سره چین ته تللي چې د دې ویروس د خپراوي پر څرنګوالي څېړنې وکړي

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !