زلمی خلیلزاد: افغانان دې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره متحد شي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په افغانانو غږ کړی چې د سولې د راوستلو لپاره دې سره یو او متحد شي.

زلمي خلیلزاد د جرمني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډې کې له ولسمشر غني سره کتلي دي.

خلیلزاد له ولسمشر غني سره د لیدنې په تړاو لیکلي: “خوښ یم چې نن مې یو ځل بیا په مونیخ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل. د تاوتریخوالي د کمیدو په فرصت او د ټول شموله افغان سولې د پروسې د چمتوالي په اهمیت وغږیدو. په ټولو افغانانو غږ کوو چې د دې فرصت نه ګټه واخلي او دا غمیزه دې نوره پای ته ورسوي چې د څلویښتو کلونو نه زیات وخت وشو روانه ده.”

دا په همدې اونۍ کې دویم ځل دی چې خلیلزاد له افغان چارواکو سره د جرمني د مونیخ په ښار کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې ملاقات کوي.

خلیلزاد ویلي: “ټول په دې پوهیږو چې د بریالیتوب ضمانت څوک نشي ورکولی خو ټول باید زیار وباسو.” زلمی خلیلزاد وایي د ټولو کسانو سره یې چې لیدلي د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ یې کړی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د موقت اوربند ټول جزیات تر دې دمه نه دي رسنیز شوي خو ځینو امریکايي چارواکو، چې د تړون په جزیاتو خبر دي، ویلي دي چې دا موافقه به ژر اعلان شي او د اعلان په نن دوشنبه به د تاوتریخوالي کمېدل پيل او بیا به په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !