حکمتيار: يوه ورځ به انشاءالله د ناټو د شکست ورځ هم لمانځو

له افغانستان د شوروي یرغلګرو ځواکونو د وتلو ورځ د شنبې په ورځ د حزب اسلامي په مرکزي دفتر کې د يوې سترې او پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

غونډې ته د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتيار وويل: د دلوې ۲۶ نېټه په تاريخ کې بېلګه نه لري او افغانان به ډير ژر د ناټو ځواکونو د وتلو ورځ هم ولمانځي.
ښاغلي حکمتيار وويل: شوروي ځواکونه په افغانستان کي له ډېرو سترو تېروتنو سره مخامخ شول او ناټو ځواکونو هم د روسانو اشتباهات تکرار کړل.
د حزب اسلامی مشر د سولې په تړاو د تصمیم نیونې د یوې ځواکمنې مرجع په جوړولو هم ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه: "نن اصلاً یوه مرجع نه ده موجوده چې وکړای شي، د سولې په اړه وروستی تصمیم ونیسي، اساسي مسئله داده چې، د سولې په تړاو یوه صلاحیت لرونکې وروستۍ مرجع دې رامنځته شي چې د ټولو اړخونو استازیتوب وکړي."
هغه ټینګار وکړ چې دولت باید د دولت جوړوونکي، ثبات اوهمپالنې او د سولې او اسلامی عدالت د ټاکنیزو ټیمونو او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ملاتړو افرادو په ګډون یوه سیاسي اجماع رامنځته کړي.
ښاغلي حکمتیار وويل: دغه څلور اړخونه کولی شي، په ګډه یوه سیاسي اجماع تمثیل کړي او د سولې اړوند وروستی تصمیم ونیسي.
د حزب اسلامي مشر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بهیر ملاتړ هم وکړ او پدې برخه کې ئې د پرمختګونو خبر ورکړ.
ښاغلي حکمتيار وويل: خلک د جګړې ستړي شوي دي، سوله غواړي او حکومت بايد د سولې د خبرو په وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او په خپلو خلکو رحم وکړي.
غونډې ته د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر دوکتور انوارالحق احدي د دې تاریخي ورځې په را رسیدو خپل مجاهد افغان اولس ته مبارکي وویله او دا ئې له افتخار ډکه ورځ ياده کړه.
نوموړي وويل: له جهاد وروسته يو څه ګډوډي رامنځته شوه خو د جهاد او مجاهدينو درناوی باید‌ وشي، ځکه چې جهاد د افغانستان د‌ تاريخ يوه زرينه پاڼه ده او دا ورځ د افغانانو لپاره ځانګړی اهميت لري.
همدارنګه يادې غونډې ته د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم دویم مرستیال مفتي حفيظ الرحمن نقي، جهادي شخصیت قاضي محمد حکيم حکيم، اسدالله محقق جهاني او يو شمېر نورو هم ویناوې وکړې او د دلوې میاشتې ۲۶ مه نېټه ئې د افغانستان او سیمې په تاریخ کې یوه مهمه او له وياړه ډکه ورځ وبلله.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !