پاکستان: امریکا باید د وتلو لپاره داسې پلان ولري، چې د افغانستان له بیا رغونې سره مرسته وکړي

 

پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، امریکا د تېر وخت تېروتنې نه تکراروي او له افغانستانه له وتلو، سره سره باید په سیمه او افغانستان کې خپل رول ته ادامه ورکړي.

قریشي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت جوړې شوې ناستې ته وکړې.
دغه ناسته چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او ګڼو نورو چارواکو هم پکې ګډون درلود، قریشي ورته د وینا په مهال وویل « امریکا اوس د پخوا په څېر ګام نه اخلي او داسې نه کوي، چې له افغانستانه خپل بکسونه وتړي او ووزي، دوی باید د وتلو لپاره داسې پلان ولري، چې د افغانستان له سولې او بیارغونې سره مرسته وکړي
نوموړي زیاته کړې که امریکایان له افغانستان څخه وزي هم، باید په سیمه او افغانستان کې خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.
د قریشي تر څنګ خلیلزاد هم د افغانستان سوله د پاکستان د اقتصادي ودې او د سیمې د ثبات لپاره اړینه بللې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان ثبات به د پاکستان اقتصادي سکتور پیاوړی کړي.
قریشي داسې مهال د امریکایانو تر انخلاء وروسته په افغانستان کې د هغوی رغنیز رول ته په تمه دی، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات وروستي پړا وته رسېدلې ښکاري او داسې هیلې شته، چې ښايي د روانې میاشتې تر پایه توافقنامه لاسلیک شي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !