د انتخاباتو د نتائجو د اعلان په ارتباط؛ مطبوعاتي كنفرانس ته د ښاغلي حکمتیار وينا

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

وروڼو خوېندو

درنو خبريالانو

د غونډي درنو برخه والو 

ستاسو له شركت مننه

اجازه راكړئ لومړى د انتخاباتو كميسيون د غلطي او غيرقانوني پرېكړي او په يوه اړخيزه توگه او د نوماندانو له موافقې پرته د نتائجو اعلان په اړه ووايم چي هيچا ته د منلو نه ده.

دا يوې كوتا ته شبيه اقدام دئ

د سولي د بهير شنډولو هڅه ده

د كميسيون كمشنران بايد محاكمه شي، 

دوى تقلب كړى، داسي ټيم ئې بريالى اعلان كړى چي تر اتيا سلني زياتي رأيي ئې تقلبي دي

د 2423 محلونو رأيي ئې د ټولو قانوني موازينو خلاف باطل كړې؛ دا نږدې 500000 رأيي دي

د دغو محلونو ټول اسناد، مدارك او بايومترك وسائل د كميسيون مأمورينو  او د درملوگ كمپنۍ په مرسته ترى تم شوى. 

د اشرف غني طعنه او ځواب ئې

د طعنې د ځواب دي پوروړى يم

پور حتماً اداء كوو

په داسي وخت كي به ئې تفصيلي او مناسب ځواب وايو چي ته له ارگ وتلى يې او بهرني ځواكونه له افغانستان.

تا په 2009 انتخاباتو كي 2.1 سلنه رأيي ترلاسه كړې وې

له اته نيم مليون رأيو يوازي 180000 رأيي

او په دې انتخاباتو كي دي رأيه تر دوه نيم سلنه كمي دي.

ټولي نسبتاً معتبري رأيي يو نيم مليون دي او دا د ټول ملت 4.3% رأيي دي او ستا رأيي تر دوه نيم سلنه 2.5% كمي دي!!

آيا عجيبه نه ده چي ته نورو ته پېغور وركوې!!؟

تا ته معلومه ده چي د سولي او اسلامي عدالت رأيي څومره دي، او ستا اصلي رأيي څومره، 

په انتخاباتي كمپاين كي د سولي او اسلامي عدالت غونډي ستا د ټيم تر غونډو لږ تر لږه لس برابره زياتي او پرتميني وې

تا طالبانو ته هم پيغور وركړ چي كه سوله وكړئ او په انتخاباتو كي برخه واخلئ نو رأيي به مو د حكمتيار په اندازه او حتى تر دې هم لږ وي!!

د دې خبري د كولو ضرورت څه وو؟ آيا غواړې هغوى جنگ ته ادامه وركړي؟

مگر ته نه پوهېږې چي نه د طالبانو د مقابلې توان لرې او نه د حزب اسلامي او كه دواړه يو ځاى شي نو نه ئې نه په انتخاباتو كي مقابله كولى شې او نه په جنگ كي.

د ناټو 160000 فوځ په شتون كي ستا شړېدلي حكومت د هغوى مقابله ونشوى كولى؛ د دوى د وتلو په صورت كي به څنگه ورته تم شې؟!

تا ته ښه فرصت په لاس درغى، بهرنيانو ارگ ته ورسولې، ډېر څه دي كولى شو، 

د جگړي ختمول، روغه جوړه، ملي وحدت تأمينول، مضبوط مركزي حكومت رامنځته كول، له بهرنيو مرستو د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ورانولو پر ځاى د هيواد ودانولو او د افغانانو ستونزي حلول او ډېر نور مثبت كارونه!! خو متأسفانه ستا حكومت په هر ميدان كي ناكام وو، 

په كابل كي او د ارگ شاوخوا كي امنيت نشته، له ټولو سياسي گوندونو سره دي د دښمنۍ او مخالفت لار خپله كړې، حتى له هغو سره هم چي ته ئې لومړى ځل ارگ ته ورسولې،  

ستا تر مشرۍ لاندي د وحدت ملي حكومت افغان مظلوم او جنگ ځپلي ولس ته له مرگ، ژوبلي، ورانۍ، فقر، ناامني، بې ثباتي، د ملي شتمنيو تالان، اعتياد، مالي او اخلاقي فساد، د ملي او ديني ارزښتنونو له سپكاوي پرته بل څه نه دي وركړي؟! څنگه به افغان ولس بيا تا ته رأى دركوي؟

نور خو پرېږده كه ښاغلى تورسن هم ستا په وړاندي ولاړ وي؛ نو ميدان نشې ترې گټلى.

راشه له بدخشان تر نيمروز په هر ولايت كي چي ته ئې غواړې؛ امتحاني انتخابات وكړو، يا په همدغو دريو زرو محلونو كي چي لانجمن دي؛ مجدد انتخابات ترسره كړو، كه دي 20 سلنه رأيه ترلاسه كړه؛ موږ دي د منتخب جمهور رئيس په توگه منو!!  

بهرنيانو ته وايو: كه څوك په زور پر افغانانو تپۍ نو لږ ترلږه داسي څوك خو غوره كړئ چي په ولس كي دومره جرړي او حمايت ولري چي وتوانېږي د هېواد يوه وړه سيمه اداره كړي او ستاسو له وتلو وروسته څو ورځي په ارگ كي پاته كېدى شي!! 

برادران و خواهران

احساس مى كنيم كه اعلان عجولانه و غيرقانوني نتائج انتخابات؛ نتيجه تهديدها، تخويف ها و تطميع هايى تيم دولت ساز بود كه كمشنران را وادار به چنين اعلانى كرد.

مسئوليت عواقب بد اين اعلان به دوش كسانى است كه در جرائم انتخاباتى دست دارند؛ انتخابات را به رسوائى كشاندند و به شدت بحران افزودند. 

من با ديگران موافقم كه اينها حتماً بايد محاكمه شوند، به نحوى مجازات كه براى ديگران مايه عبرت باشد و احدى در آينده جسارت نكند؛ به رأى ملت خيانت نمايد و كشور را به بحران بكشد   

ما به مشوره بقيه احزاب سياسى و تيمهاى انتخاباتى در مورد چگونگى عكس العمل در برابر اين اعلان و بحران ناشى از آن به زودى تصميم مناسب خواهيم گرفت.

طرفدار اعلان حكومت موازى نيستيم، اما از نظريه تشكيل حكومتى كه براى تمامى طرفها به شمول طالبان؛ قابل قبول بوده؛ هم ممد پروسه صلح باشد و هم شفافيت انتخابات آينده را تضمين كند؛ حمايت مى كنيم.

اين حكومت هم در برابر صلح مانع است و هم در برابر برگزارى انتخابات شفاف.

با اين نيز موافقيم كه اين انتخابات كان لم تكن

گرفته شود و انتخابات مجدد برگزار گردد؛ اما تحت اشراف حكومت بى طرف و قابل قبول براى همه و توسط كميسيون واقعاً بى طرف،  مشتمل بر افراد اهل، مطمئن و صادق. 

تماسها ميان احزاب ادامه دارد، همه را به اجلاس فورى و عاجل دعوت مى كنيم. 

توافقات ابتدائى به ميان آمده، همه طرفدار توحيد مواضع در رابطه به انتخابات و صلح اند. 

هواى ارگ همواره برخى را مست و مدهوش كرده، به پيممانه اى كه از كنترول حرفها، حركات و سكنات و لهجه خود عاجز شده اند، و آنها را با سياه و بد روبرو كرده اند.  

زمانى كه ما در برابر نيروهاى شوروى مى جنگيديم؛ و ما را دشمن اصلى و حتى يگانه خود و ستون فقرات مقاومت خمى پنداشتند؛ امروز كسانى به ما طعنه مى زنند كه در آن زمان به سخنرانى هاى داكتر نجيب كف مى زدند!!

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !