سهیل شاهین: کېدونکې هوکړه کې له افغان حکومت سره د مذاکراتو ټکی نشته

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، له امریکایي لوري سره په کېدونکي هوکړه کې له افغان حکومت سره د مذاکراتو هیڅ یادونه نه ده شوې. شاهین زیاتوي چې په دغه تړون کې یوازې د طالبانو او افغانستان د نورو جنګي لوریو ترمنځ د مذاکراتو خبره شوې ده. نوموړي له انډیپنډنټ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه نهایي شوې ده او تر راتلونکې یوې ورځې پورې به یې د لاسلیک کېدو کره نېټه په ډاګه شي. شاهین دغه راز د دغه تړون د عملي کېدو تضمین لپاره د یو میکانیزم چمتو کېدو خبره هم کړې ده چې د همدې میکانیزم له مخې به د سولې د جزیاتو څارنه کېږي او په وینا یې د تړون د لاسلیک کېدو پر مهال به د نړۍ ۲۴ هېوادونه د شاهدانو په توګه حاضر وي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې افغان حکومت وایي د بین الافغاني مذاکراتو ټول حدود به افغان حکومت ټاکي او د دوی په مشرۍ به ترسره کېږي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !