د ښاغلي حکمتیار په ګډون ځينو سیاسي مشرانو په هېواد کې د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي

د حزب اسلامي د امیر ښاغلي حکمتیارپه ګډون یو شمېر سیاسي مشرانو په هېواد کې د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

دغه ناسته چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په کور کې ترسره شوه، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکتر عبدالله عبدالله، محمد محقق، کریم خلیلي، د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، صلاح الدین رباني او انوارالحق احدي پکې ګډون کړی و.

په دې ناسته کې انتخاباتو کمېسیون له لوري اعلان شویو پایلو سره مخالفت ښودلی او وایي ددې پایلو اعلان هیواد له ژور بحران سره مخ کوي.

دغو سیاسي مشرانو ویلي، روان وضعیت د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړې او له همدې امله په دې بحث شوی چې د بحران څخه د وتلو لپاره پر بدیلو لارو خبرې وشي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !