جنرال باجوه د خلیلزاد په الوتکه کې بګرام ته پټ سفر کړی

 

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په یو پټ سفر په بګرام کې له افغان چارواکو سره ملاقات کړی دی.

یوې سرچینې د نوم له ښودلو پرته وویل چې د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوېد قمر باجوه، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په یوه الوتکه کې بګرام هوايي ډګر ته راغلی و او په بګرام کې یې له جګ پوړو افغان چارواکو سره ملاقات کړی دی.

د جنرال باجوه دغه سفر په افغانستان او پاکستان کې له رسنیو پټ ساتل شوی، خو تایید شوي راپورنه وايي چې ښايي ولسمشر غني شخصا دغه ملاقات ترسره کړی وي.

د دغه سفر او ملاقات د محتوا په اړه تر اوسه جزییات نه دي ورکړل شوي خو د سولې خبرو او د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو له اعلان سره مهم ګڼل کېږي. زلمي خلیلزاد د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه نېټه په پاکستان کې و او له هغه ځایه بېرته کابل ته راغلی. افغان حکومت او پاکستان د جنرال باجوه د بګرام پر سفر او له افغان چارواکو سره ملاقات نه دی تایید کړی.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !