اسوشټېډ پرېس: له ایران څخه زرګونه راغلي کډوال به ستر ناورین جوړ کړي

اسوشټېډ پرېس په یوه خبر کې وايي چې په ایران کې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله تر ۲۰۰ زره پورې افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د سرچینې په خبره دغه کسان نه معاینه کېږي او مستقیم خپلو کورونو ته ځي چې له همدې امله ښایي په افغانستان کې یو ناورین جوړ کړي. د سرچینې په خبره په دې کې ډېری یې ښايي په کرونا اخته وي، ځکه دوی د دغه وبايي ناروغۍ له یوه ستر مرکز ستانه شوي دي. اسوشټېډ پرېس وایي افغانستان د نړیوالو بنسټونو او مرستندویانو همکارۍ ته اړتیا لري او که دغه ویروس پراخېږي نو د افغانستان روغتیايي بنسټونه یې د کنټرول وړتیا نه لري. له دې سره هممهاله د کډوالو نړیوال سازمان وایي چې یوازې په تېره مارچ میاشت کې ۱۴۵ زره افغان کډوال له ایران افغانستان ته ستانه شوي دي. افغان چارواکي هم وایي چې کرونا ویروس له ایران راغلو افغانانو له ځان سره راوړی دی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !