په تورخم کې د کرنتین پرېکړه بېرته لغوه شوه

د ننګرهار والي وایي دوی هغه کسانو ته د تګ اجازه ورکوي چې د کرونا ویروس نښې نښانې نه پکې لیدل کېږي. د شاه محمود میاخېل په خبره دا چې له تورخم هره ورځ سلګونه کسان افغانستان ته را اوړي نو دوی ددې ظرفیت نه لري چې ټول راغلي کسان تر څوارلسو ورځو پورې کرنټين کړي. دده په وینا له همدې امله یې اجازه ورکړې، څو هغه کسان چې د کرونا ویروس نښې نښانې نه لري رخصت کړي او خپلو کورونو ته یې ولېږي خو هغه کسان به کرنټین وي چې په دوی کې د کرونا ویروس نښې نښانې لیدل کېږي. بلخوا په پاکستان کې افغان سفیر وايي چې له پاکستان د افغانانو د تګ په موخه وخت ډېر شوی دی او دوی کولی شي له کوم محدودیت پرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !