اشرف غني غواړي هر وزارت یوازې یو معینیت ولري

باوري سرچینې وايي، اشرف غني غواړي چې ټول وزارتونه یوازې یو – یو معینیت ولري.

یوې باوري سرچینې ویسا ته وویلي؛ ښايي د ولسمشر غني د پرېکړې له مخې په ټولو وزارتونو کې متعدد معینیتونه ختم او یوازې یو معینیت ولري. سرچینه زیاتوي، ښايي دغه معینیتونه د پخوا په څېر په ریاستونو بدل شي.

ویل کېږي اشرف غني غواړي چې د واک تر شراکت وروسته په ټولو وزارتونو کنټرول ولري، نو په همدې هدف یې پرېکړه کړې چې متعدد معینیتونه ختم او هر وزارت یوازې یو وزیر او یو معین ولري.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !