د امریکا ددفاع وزیر: په افغانستان کې ددایمي سولې غوښتونکي یو

امریکا په افغانستان کې تلپاتې سولې ته ژمنه ده. د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر په کابل او ننګرهار کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي دغه بریدونه په کلکو ټکو غندي او په افغانستان کې ددایمي سولې لپاره هڅه کوي. د ایسپر په خبره امریکا تل په افغانستان کې ددایمي سولې د راتګ لپاره هڅه کړې ده او لا هم په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. هغه ویلي چې دوی تل د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کوي. ایسپر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي وو چې ددغه برید د عاملینو پر وړاندې اقدام وکړي او د اعمالو په سزا یې ورسوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !