زلمی خلیلزاد: د بندیانو خلاصون او بین الافغاني مذاکرات له پیچلتیا سره مخ دي

د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی وايي د بندیانو خلاصون او د تاوتریخوالي دوام د سولې او بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې دوه عمده ننګونې دي خو د سولې لپاره بل بدیل نشته او د افغانستان معضله باید حل شي.

خلیلزاد یوځل بیا ټینګار کړی، چې د کابل او ننګرهار وروستي بریدونه د داعش خراسان ډلې کړې او طالبان د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دي.

خلیلزاد وایي چې ټولې خواوې باید جنګ او تاوتریخوالی راکم کړي ځکه بین الافغاني مذاکرات او د بندیانو مسئله له پیچلتیا سره مخ ده پداسې حال کې چې د داعش او نورو ترهګرو پر وړاندې باید په ګډه همکاري وشي.

نوموړی همداراز وایي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د یوې نېټې پر ټاکلو بحثونه روان دي.

نوموړي چې واشنګټن کې د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې پروسې اړوند پوښتنې ځوابولې ویلي چې طالبان او افغان حکومت دواړه د جګړې د دوام پلویان نه دي خو د تاوتریخوالي دوام او د بندیانو مسئله ددې بهیر پر وړاندې عمده موانع دي خو امریکا هڅه کوي چې دا ستونزې حل کړي خو داعش ډله د تاوتریخوالي کچې لوړولو سره د سولې مخه نیسي.

زلمي خلیلزاد له طالبانو او حکومت غوښتي چې د داعش پر وړاندې همکاري وکړي او د سولې پروسه دې د ځنډولو پرځای چټکه کړي او د طالبانو د خلاصون بهیر دې د کرونا ویروس تهدید پخاطر په عاجله توګه چټک شي.

خلیلزاد وایي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره د یوې نېټې پر ټاکلو بحث روان دی او بین الافغاني خبرې به په داسې وخت کې پيل شي چې لا زیات شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي.

نوموړی له ښکېلو اړخونو د جنګ او تاوتریخوالی کمولو غوښتنه کړې ځکه بین الافغاني مذاکرات او د بندیانو مسئله له پیچلتیا سره مخ ده.

د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې ډېر ژر به د دې لپاره چې د تشدد د کمېدو او د بندیانو د ازادۍ لړۍ ګړندۍ شي، سفر پیل کړي خو روښانه کړې یې نه ده، چې کوم هیواد ته سفر پیلوي.

خو افغان حکومت د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي څخه غواړي چې کابل او ننګرهار کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو چې امریکا یې د داعش کار بولي د ثبوتونو وړاندې کولو غوښتنه کوي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !