اسوشټیډ پریس: د سولې تړون له مخې تر راتلونکي پسرلي ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووځي

 

اسوشټیډ پریس خبري اژانس په خپاره کړي راپور کې د متحده ایالاتو پوځي چارواکو له قوله ویلي چې د راتلونکي جولای میاشت پنځلسمې نېټې پورې به افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر اته زره او شپږ سوه ته راکم کړي او تر راتلونکي پسرلي پورې به ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر ویلي چې طالبان شاید د دوحې تړون امضا څخه د مخکې اونیو په څېر د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي خو د ولسمشر غني له لوري د دفاعي حالت اعلان وضعیت له ستونزو سره مخ کړ.

په ورته مهال د امریکا دفاع وزیر اسوشټیډ پریس ته ویلي طالبانو شاید د دوحې تړون څخه د مخکې اونیو په څېر د تاوتریخوالي کچه کمه کړې وای خو د ولسمشر غني له لوري تهاجمي حالت ته ستنېدل وضعیت پیچلی کړ

متحده ایالات له طالبانو سره د سولې موافقې پراساس له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو لړۍ پیلولو ته چمتووالی ښيي.

د امریکا د ګانګرس د پوځي خدماتو کمېټې جمهوريت غوښتونکې غړې لیز چیني ویلي چې امریکا به په افغانستان کې پوځي استخباراتي حضور ولري، ځکه له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره جګړه پایته نشي رسېدلی.

په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان د سولې پروسه کې ځنډ د ټرمپ اداره ناهیلې کړې ده.

راپور زیاتوي، چې د دوحې د تړون د سولې ټینګښت او لسیزو اوږدې جګړې ختمېدو لپاره ښه چانس وو خو د ولسمشر غني او د هغه سیال عبدالله عبدالله ترمنځ را ولاړ شوي سیاسي بحران دا بهیر اغېزمن کړی.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !