مایکل والز: افغان حکومت بغیر له دې څخه چې له ځانه دفاع وکړي بل غوراوی نه لري

د امریکا غږ رادیو د دري برخې د امریکا د کانګرس او د استازو جرګې د نظامي کمیټې له غړي مایکل والز سره په افغانستان کې د وروستیو حالاتو او تازه پېښو په اړه یوه مرکه کړې ده. دا چې مرکه تر زیاتې اندازې د افغانستان په روانو حالاتو راڅرخي له همدې امله مو ټکي په ټکي د ویسا ورځپاڼې ګرانو لوستونکو لپاره پښتو ته را ژباړلې ده. (محمدعاصم)

پ:ـ د کابل ښار پر روغتون برید کې چې له امله یې ۲۴ تنه ووژل شول او بیا په ننګرهار ولایت کې د جنازې پر مراسمو بریدونه وشول، دا پېښې د افغانانو او د هغوی د متحدینو له جدی غبرګونونو سره مخ شول، دې ته ستا غبرګون څه شی دی؟

ځ:ـ که څه هم طالبانو د ننګرهار او کابل په پېښو کې لاس لرل رد کړي خو زه یې پر خبرو بارو نه لرم ځکه چې طالبانو هغه نورې ترهګرې ډلې لکه د حقاني شبکه او القاعده هیڅوخت نه دي غندلې. افغان حکومت بغیر له دې څخه چې له ځانه دفاع وکړي بله لاره نه لري ځکه چې طالبانو نه اوربند کړی او نه یې هم تاوتریخوالی را کم کړی دی. زه فکر کوم چې پر ډاکترانو دا ډول بریدونه شیطانی کار دی، طالبانو پر ماشومانو او ډاکترانو حمله کول غوره کړي دي اوس د کرونا ناروغي یوه بله ستونزه ده دا ښیي چې ترهګرې ډلې هیڅوخت له سولې سره علاقه نه لري، طالبانو په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي خو زه د دوی په خبرو هیڅ باور نه لرم. ما له طالبانو څخه داسې هيڅ عمل نه دی لیدلی چې دوی دې د القاعدې یا نورو ترهګرو ډلو کوم عمل غندلی وي، زه نه شم ویلی چې امریکا او افغانان به په داسې شرایطو کې چې بریدونه دوام لري څه ډول د سولې په اړه ګام پورته کوي.

پ:ـ له کله راهیسې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی د دوی بریدونه دوام لری او اوس غني هم د ځوابي حملو دستور ورکړی، دا تصمیم به د سولې پر پروسه څه تاثیر وکړي؟

ځ:ـ زه نه شم ویل چې بین الافغاني خبرې به څه ډول په داسې شرایطو کې مخ ته لاړې شي، ما داسې کوم هیواد نه دی لیدلی چې د هغه پر اردو او پولیسو دې بریدونه  دوام لري او دوی د سولې هڅې وکړي، زما په خیال طالبان د سولې لپاره جدي نه دي، بلکې غواړې د سولې له دې تړون او فرصت څخه د خپلې اجنډا د پر مخ بیولو لپاره ګټه واخلي، طالبان د اوربند او یا اورکم لپاره هیڅ علاقه نه ښيي، موږ هغه د سولې په پروسه کې نه دي لیدلي، دا کار د سولې د پروسې لپاره یو ښه زیری نه دی، د دې په مقابل کې افغان حکومت بغیر له دې څخه چې له ځانه دفاع وکړي بل غوراوی نه لري.

پ:ـ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادو حملو له امله په دواړو لوریو غږ کړی چې په ګډه لاس په کار شي او د بریدونو مسؤول کسان دې عدالت ته را کش کړي، ددې اعلامیې په اړه ستا غبرګون څه دی؟

ځ:ـ زه باید واضحه کړم چې موږ ټول سوله غواړو او تاوتریخوالی باید را کم شي، خو فکر کوم چې دا تاوتریخوالی ان د طالبانو له رهبرۍ څخه سرچینه اخلي نو داسې کوم چانس نه وینم چې حکومت او طالبان دې د داسې بریدونو مسؤول کسان عدالت ته را کش کړای شي. د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې سره زما ستونزه داده چې په ورته وخت کې یې طالبانو او افغان حکومت ته یو موقف ورکړی دی او دواړه مساوي ښکاري، په داسې حال کې له دې سره سره چې یو څه ستونزې په حکومت کې هم شته خو د افغانستان حکومت یو ټاکل شوی حکومت دی او اساسي قانون لري، د خلکو لپاره کار کوي او په دې هیواد کې د دیموکراسی یوه برخه ده، مګر  طالبان زما په اند یوه ترهګره ډله ده چې دوی به وروسته له هغه چې امریکا دا هیواد ترک کړي له یادو مذاکراتو څخه بیا د واک ته د رسېدو لپاره کار واخلي او دا هغه څه دي چې د امریکا، افغان حکومت او د افغانستان د خلکو لپاره د نه منلو وړ شی دي.

پ:ـ هغه مهال چې د امریکا او طالبانو په منځ کې هوکړه لیک لاسلیک شو، ټرمپ ټینګار وکړ چې که طالبان خپلو کړیو وعدو ته ژمن پاتې نه شي امریکا به له یاد هوکړه لیک څخه ووځي، ستا سو په نظر هغه به څه شی وي چې امریکا له یاد هوکړه لیک څخه بهر کړي؟

ځ:ـ زه نه غواړم چې د ټرمپ په استازیتوب څه ووایم مګر د امریکا د کانګرس د یوه غړي په توګه ویلی شم چې دا هوکړه لیک به د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په دوام سره څه ډول دوام پیدا کړي، زه باید روښانه کړم چې پر افغان اردو برید داسې دی لکه څوک چې د امریکا پر یوه متحد چې له دوی سره اوږه په اږه د ترهګرو خلاف جنګیږي برید کوي، زه په افغان اردو کې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه جنګېدلی یم او زموږ وینه د بنسټپالنې پر خلاف توی شوې ده او موږ د خپلو ماشومانو د راتلونکي په خاطر د بنسټپالنې پر خلاف متحد یو، په دې توګه سره پر یوه متحد حمله داسې ده لکه پر بل ملګري چې حمله شوې وي، زه باید دا هم روښانه کړم، که دا ځل بیا طالبان واک تر لاسه کړي دوی به داسې حالت را منځته کړي چې القاعد، داعش او نورې ترهګرې ډلې به یو ځل بیا خپل بریدونه پر اروپا او امریکا پیل کړي.  زما لپاره طالبان لکه د هغو نورو په شان دي.

پ:- اوس د امریکا د کانګرس غړي او نوره نړی له کرونا سره مصروف دي، ممکن طالبانو به دا فکر کړی وي چې که په دې موقع خپل بریدونه زیات کړي، نړۍ به دوی ته متوجه نه شي، که داسې نه ده؟

ځ:- طالبان ممکن داسې فکر وکړي، خو زه او زموږ د کانګرس غړي چې د د دفاع او بهرنیو چارو له وزارتونو سره کار کوو، په جدي توګه سره پر افغانستان باندې متمرکز یو، موږ او په ځانګړې توګه سره د کانګرس هغه غړي چې په افغانستان کې له طالبانو، القاعدې او نورو ډلو سره جنګېدلي دي هر هغه څه چې په افغانستان کې تیریږي تر نظر تیروو، موږ ممکن له کرونا سره هم مصروف اوسو خو طالبان باید په دې پوه شي چې موږ ورته متوجه یو.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !