امریکا به له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو ایستلو ته د هوکړه لیک سره سم دوام ورکوي

دا د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جانتن هوفمن هغه څرګندونې دي چې پرون د جمعې په ورځ یې په امریکا کې کړې دي، ده ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمېر را کمول په د هغه هوکړه لیک سره سم دوام مومي کوم چې امریکا له طالبانو سره کابو دوه میاشتې پخوا په دوحه کې لاسلیک کړی دی. د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کې کړې دي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د دولت د مخالفو لوریو څخه مرګوني بریدونه تر سره شوي دي او طالبانو په دې کې خپل لاس لرل رد کړي دي خو زلمي خلیلزاد دا بیا د داعش کار بللی دی. بل لوري د افغان حکومت ولسمشر بیا د پېښو پړه د طالبانو پر غاړه ور اچولې ده.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !