د امريکايي مشاورينو قاتل غازي عبد الصبور د بگرام له زندان څخه آزاد شو

غازي عبد الصبور سالنگي 9 کاله مخکې دوه امريکايي مشاورين په خپل توپک ووژل چې نوموړي عسکرو په بگرام کې د قرآنکريم بې حرمتي کړې وه، عبد الصبور هغه مهال د ملي اردو افسر و او خپله دنده یی دیوه ازاد اومسلمان افغان په توگه پرمخ وړله، اوس د حزب اسلامي بندیانو په لیست کې له زندان څخه آزاد شو، هر څوک چی اشغالگر له منځه وړي افغان ولس به یې تقدیروي،  ولی څوک چی له اشغالگرو سره ملگرتيآ کوي او د افغان مسلمان ولس پر وړاندی جنگیږی ټول ورته د مزدور په سترگه گوري، د غازي عبد الصبور سالنگی په را خوشی کیدو ټول افغان مؤمن او مجاهد ولس ته مبارکی وایو، الله دی د سالنگي صاحب حفاظت وکړي او دده په شان قهرمانان دی زیات کړي، خو بلخوا اندېښنه ورته تر خلاصون وروسته ده، هسې نه نوموړى د کوم هوايي يا ځمکني بريد عمدي نښه نه شي. امريکايانو ته د خپلو اتباعو بدله ډېره مهمه ده، که مو ياد شي ايمل کاسي يې په پاکستان کې ونيو او په امريکا کې يې اعدام کړ او د افغانستان او عراق په شمول يې په يمن کې ډېر عمليات داسې وو چې د امريکايانو د انتقام په خاطر پر مشخصو هدفونو انجام شوي، خداى دې د سالنګي او نورو افغانانو ساتونکى شي.

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !