ټرمپ ته لیک: له افغانستان د ځواکونو ایستل له شرمه ډکه ماتې ده

له افغانستان د امریکایي ځواکونو بېړني ایستل به د امریکا لپاره له شرمه ډکه ماتې وي. د امریکا د سنا جرګې یوه پخواني غړي جوی لېبرمن او د امریکا د لوی درستیز پخواني مرستیال جنرال جېک کېن ولسمشر ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې له افغانستان دې خپل ځواکونه نه وباسي. ددوی په خبره په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او دوی په بشپړه توګه له منځه نه دي وړل شوې نو ځکه ددې اړتیا ده چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري. په لیک کې راځي که امریکایي ځواکونه داسې بې وخته له افغانستان وځي نو نه یوازې افغانان بلکې امریکایي وګړي به یې هم ستره بیه پرې کړي. ټرمپ ټینګار کوي چې نور په افغانستان کې د پولیس دنده نه ترسره کوي او له دغه هېواد به ټول ځواکونه وباسي. خو ډېری امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې بې پلانه او بېړنۍ وتنه به امریکايي لوري ته ګرانه پرېوزي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !