ولسي جرګه: د نوې کابینې په فساد ککړو او تکراري څیرو ته رایه نه ورکوو

ولسي جرګه وايي، د حکومت له لوري د نوې معرفي شوې کابینې یو شمېر غړي تکراري او ځيني يې په فساد ککړ دي چې له دغې جرګې به د باور رایې خپلې نه ‌کړي. د ولسي جرګې لومړي نایب مېرزا محمد کټوازي ویلي، چې د نوې کابینې یو شمېر غړي د فساد دوسیې لري. ولسي جرګې له ولسمشره غوښتي چې د کابینې په ټاکلو کې تجربه، وړتیا او تخصص په پام کې ونیسي او د تېرو ناکامو څېرو له معرفي کولو دې ډډه وکړي. خو د ولسمشر ویاند مرستیال دوا خان مینه‌ پال ویلي، چې نوې کابینه د وړتیاوو له مخې غوره شوې ده او په نږدې راتلونکې کې به د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

 

ارزښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !