د کووېډ۱۹ ناروغانو کورنۍ روغتیا وزارت د پالیسۍ په نه لرلو تورن وي

پر کووېډ ۱۹ یا کورونا ویروس باندې د اخته کسانو کورنۍ تور لګوي که چېرې عامې روغتیا وزارت سمه پالیسي لرلای اوس به کورونا ویروس له کنټروله نه واته.

د کوويډ۱۹ ناروغانو د کورنیو ځينې غړي دا هم وايي چې د خپلو ناروغانو د ژغورنې لپاره اکسیجن له بازاره اخلي او روغتون ته یې راوړي.

په دې وروستیو ورځو کې د هېواد روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي؛ نو ناروغ لرونکي کورنۍ مخکې له دې چې، ناروغ یې اکسیجن ته اړتیا پیدا کړي؛ دغه ډبې له بازاره اخلي او له ځانونو سره یې لېږدوي.

 د ناروغ د کورنۍ غړی محمد سهراب وايي:«پنځه دقیقې اکسیجن و خلاص شو، وې ویل چې شخصي روغتونونو ته ولاړ شئ هلته هم ولاړو هلته هم اکسیجن نه وو، اړ شو چې یو کوچنۍ ډبه په ۱۲ زره وپېرو. دا دولت څه کوي پیسې یې وخوړلې

د بل ناروغ د کورنۍ غړی قدرت الله هم وویل:«د اکسیجن نشتون ستونزه ده تېره ورځ همدلته یو کس مړ شو چې په څنګ کې یې زموږ ناروغ و او زموږ ناروغ خپله روحیه له لاسه ورکړه. د مرګ لامل یې هم د اکسیجن نشتون و

ډېری هغه کورنۍ چې خپل ناروغان په خپلو کورونو کې ساتي د اکسیجن ډبو د اخیستو لپاره هټۍ ته راځي؛ خو په ډېریو هټیو کې هم اوس اکسیجن نه پیدا کېږي.

د طبي اکسیجن پلورونکی پهلوان ستار پارسا وویل:«تېره ورځ ستونزه درې کچې زیات شو چې موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شو. هغه کسان چې په کور کې ناروغان لري څه وکړي؟»

د طبي اکسیجن بل پلورونکی اختر محمد هم زیاتوي:«په تېر کې یوه ډبه له هر څه سره مو په ۶۰۰۰ افغانیو پلورله اوس شل زره شوی اوس ډبه نشته اکسیجن نشته، شرکتونه اکسیجن نه راوړي

د اکسیجن ځينې پلورونکي وايي چې د اکسیجن تولیدونکي شرکتونه په دې وروستیو ورځو کې خپل تولید شوي اکسیجن بازار ته نه وړاندې کوي.

پلورونکی محمد احسان وايي:«شرکتونه اوس په لویو تړونونو پسي دي، هټیو ته اکسیجن نه ورکوي. دلته له خصوصي روغتونونو او همدارنګه خلک راځي خو اکسیجن نشته

د افغان- جاپان روغتون مسوولین چې په کابل کې یو له ګڼې ګوڼې ډک روغتون دی په دې روغتون کې هم د امکانات له کمښته سرټکوي او وايي، په داسې حال کې چې، د دغه روغتون بیړنۍ څانګه یوازې ۱۲ بستره لري؛ خو په ورځ کې شاوخوا ۸۰ ناروغان دغې برخې ته مراجعه کوي.

د دغه روغتون سرطبیب زیاتوي، په افغان- جاپان روغتون کې په ۲۴ ساعتونو کې د اکسیجن څه باندې ۵۰۰ ډبې مصرفېږي.

د افغان - جاپان روغتون سر طبیب محمد جواد نورزي وايي:«موږ د لس مني ډبرې د پورته کولو وس لرو خو پنځوس منه ډبره راخي، زه چې کله وایم چې زموږ د بیړنۍ خونې ظرفیت له ۱۲ کسانو زیات نه دی، د ای سي یو خونې وړتیا ۱۵ کسانو څخه زیات نه دی، خو موږ ته د ورځې ۸۰ تنه ناروغان راځي. ولې اکسیجن نشته ځکه چې زموږ هومره اکسیجن لرو چې مصرفېږي

عامې روغتیا وزارت بیا د اکسیجن ځينې تولیدونکي شرکتونو پر احتکار تورنوي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح په دې اړه څرګنده کړه:«شرکتونه بېلابېلې وړتیاوې لري خو واقعیت یې لاهم له موږ سره شریک کړی نه دی هغه شمېر چې موږ ترلاسه کړی موږ ته قانع کوونکی نه دی

د کانونو او صنایعو خونې د اجرايي پلاوي مشر رحیم الله سمندر وايي:«د دغو شرکتونو د تولید ورځنۍ وړتیا زښت زیات دی ډېری شرکتونه ۳۰۰ تر ۴۰۰ منځني او ۶۰۰ ډبې د ورځې تولیدوي او زموږ د یوه شرکت تولید کابو ۵۰۰۰ دی

عامې روغتیا وزارت وايي چې پر کووېډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۲۱ زره او ۴۵۹ ښودلی دی.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید