کورنیو چارو وزارت: اصلاحاتو پر مټ مو میلیونونه افغانۍ سپمولې دي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اصلاحاتو پر مټ یې میلیونونه افغانۍ په خپلو لګښتونو کې سپمولې دي. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي چې دوی په موټرونو کې د جي پي ایس او جنراتورونو کې ځانګړي سیستمونه نصب کړي چې پر مټ یې د تېلو په مصرف کې د پام وړ کموالی راغلی دی. هغه وایي د کورنیو چارو وزارت مامورین اوس په بې وخته او غیر رسمي مواردو کې له دولتي موټرونو استفاده نه شي کولی او همدا راز د پولیسو په ادارو کې جنراتورونه او برېښنا په غیر ضروري مواردو کې نه استفاده کېږي. دده په خبره په دې توګه بریالي شوي چې د تېلو په مصرف کې ۱۵میلیونه لېتره کموالی راولي او ۶۷۵ میلیونه افغانۍ وسپموي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید