ولسي جرګې د بودیجې په مسوده کې راغلي تعدیلات رد کړل

ولسي جرګې د حکومت له لوري د روان کال د بودیجې په مسوده کې راغلي تعدیلات رد کړل. د ولسي جرګې غړو نن په خپله غونډه کې پر هغه تعدیلاتو بحث وکړ چې د حکومت له لوري د ۱۳۹۹ کال په بودجه کې راغلي وو. حکومت له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځینو پروژو مالي بودجه لغوه کړې وه او هغه یې له کرونا سره مبارزې ته ځانګړې کړې وه، خو اوس ولسي جرګې په غوڅ اکثریت د حکومت دغه تعدیلات رد کړي دي. ولسي جرګې پر دغه تعدیلاتو اوږده بحثونه کړي او په خبره یې د فساد د موجودیت له امله یې دغه پرېکړه کړې ده. تر دې وړاندې ولسي جرګې د حکومت له لوري د پیسو له نړیوال صندوق د پور اخیستلو وړاندې شوې طرحه هم رد کړې وه، خو مشرانو جرګې وروسته تایید کړه چې بیا ګډ کمیسیون حکومت ته د پور اخیستو اجازه ورکړه. هغه وخت هم وکیلانو ویلي وو چې له کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شوو مالي امکاناتو کې پراخ فساد موجود دی نو ځکه د پور اخیستو سره موافق نه دي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید