سور صلیب: په شته ګواښونو کې به؛ میلیونونه افغانان له روغتیایي خدماتو بې برخې شي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د روغتیايي مرکزونو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام به میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو محروم کړي. په افغانستان کې ددغه کمېټې مسوولینو ویلي چې د کال په لومړیو دوو میاشتو کې د تاوتریخوالي کمېدل هيله بښونکی و، خو په خبره یې اوس بېرته په ډيری ولایتونو کې جګړې پيل شوې دي. ددغه کمېټې په خبره که جګړه دوام کوي نو ښايي میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي. سرچینه کاږي چې له یوې خوا کرونا ویروس په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړی، روغتیایي سکتور یې کمزوری کړی خو له بلې خوا خونړۍ جګړې روانې دي چې د افغانانو مرګ ژوبله یې ډېره کړې ده. دغه کمېټه هيله لري چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي او جګړو کچه راټيټه شي او په دې توګه روغتیايي خدماتو ته متوجه ګواښونه ختم شي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید