عام خلک: حکومت دې پور نه اخلي، شته پيسې دې شفافې مصرف کړي

ماليې وزارت وايي، د کرونا وبا له امله یې په بودجه کې ۵۸ میلیارده افغانۍ کسر کړی او له همدې امله اړ شوي، چې د پيسو له نړیوال صندوقه پور واخلي. ماليې وزارت وايي، دا پيسې له سود پرته په لسو کلونو کې افغانستان بېرته ور خلاصوي او امکان دی چې ددې قرض یوه برخه په مرستو کې مجرا شي. ولسي جرګې د پور دا طرحه رد کړې وه خو د ملي شورا ګډ کمېسیون سره یې بیا حکومت ته د پور اخیستلو سند تصویب کړی دی، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي دا پور د دولت په زیان دی. اقتصادي شنونکي وايي پور اخیستل کومه بده خبره نه ده، خو دا چې حکومت یې د څه لپاره اخلي باید ملت ته یې واضح کړي او د ادا کولو پروسیجر یې هم شریک کړي. عام خلک وايي حکومت دا پيسې له کرونا سره د مبارزې په نوم اخلي خو تر دې هم وړاندې وړیا مرستې شوې پيسې پر ځای نه دي لګول شوي او خلک یې په خدماتو بې باوره کړي دي.

 

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید