د روغتيا نړيواله اداره: د سږ کال تر پايه د کرونا واکسين د تولید امکان شته

د روغتيا نړيوالې ادارې د ارزونې له مخې امکان لري چې د سږکال تر پايه پورې د کرونا ضد يو يا دوه واکسينه توليد شي. د روغتيا نړيوالې ادارې د علمي چارو مسوولې سوميا سواميناتان، په ژنيو کې ويلي، چې په دې اړه وړاندوينه ستونزمنه ده، خو که کارونه سم پر مخ ولاړ شي امکان لري چې د اوسنيو څېړنو په پايله کي د څو سوو ميليونو کسانو له پاره واکسين توليد شي. په نړۍ کې اوس د کرونا ضد واکسين جوړولو له پاره ۲۰۰ پروژې روانې دي، خو ډېر لږ يې پر انسانانو باندې د آزموينې مرحلې ته رسېدلي دي. هغې وويل چې يوه لويه ستونزه د واکسين د توليد ظرفيت دی. خو ځينو شرکتونو په دې برخه کې ښه پانگونه کړې ده.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید