کندوزي کروندګر: د هندوانې حاصلاتو؛ ډېروالي ته خوښ خو د بازار نشتوالي ته اندېښمن یو

د کندوز ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست وایي، سږکال به په دغه ولایت کې د هندوانې حاصلات سل زره ټنو ته ورسېږي. د یاد ولایت د کرنې رییس عبدالهادي قرلق وايي، سږکال به په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۳ زره او ۴۶۰ جریبه ځمکه کرل شوې هندوانې سل زره ټنه حاصل ورکړي. د نوموړي په وینا تېر کال په یاد ولایت کې د هندوانې حاصلات ۹۳ زره او ۳۵۲ ټنه وو او په خبره یې سږکال د واورو او بارانونو له امله کال اباد دی او اټکل دی چې یاد محصولات سل زره ټنو ته ورسېږي. بلخوا د دغه ولایت کروندګر هم د هندوانې حاصلاتو ډېروالي ته خوښ دي خو د بازار له نشتوالي شکایت کوي او په وینا یې، وېره لري چې هسې نه د تېر کال په څېر یې محصولات بیا وراسته او د حیواناتو خوراک شي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید