امریکا: افغانستان د انساني قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره لږ اقدامات کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان حکومت له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې او په جګړه کې له ماشومانو څخه د کار اخیستو د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی. په دې راپور کې، چې پرون خپور شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې، چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره پوره هڅه نه کوي، حساب کړ. په دې راپور کې له کم عمره هلکانو څخه په جګړه کې د کار اخیستو یادونه شوې ده.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید