افغان حکومت پرون د طالبانو څلور سوه نور بندیان هم خوشي کوي

Arg presidential palace

 

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ او همدا راز د بین الافغاني خبرو د ژر پیل په موخه غواړي دغه زندانیان خوشي کړي. د افغان حکومت له دې پرېکړې سره به د خوشي شوو طالب بندیانود ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ او همدا راز د بین الافغاني خبرو د ژر پیل په موخه غواړي دغه زندانیان خوشي کړي. د افغان حکومت له دې پرېکړې سره به د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو ته ورسېږي. په ورته وخت کې افغان چارواکو له طالبانو غوښتي چې له دوی سره شته زندانیان دې خوشي کړي. د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت شاوخوا ۵۰۰ بندیان تر دې دمه خوشي کړي دي. د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې افغان حکومت باید د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې ۵ زره او طالبان د افغان حکومت زر کسه زندانیان خوشي کړي.

 

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید