د زندانونو تنظیم اداره: د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۷ یې نه خوشې کېږي

د زندانونو د تنظیم اداره وایي چې د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۷ هغه یې نه خوشې کېږي. ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پنځه زره طالب زندانیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شي خو د زندانونو د تنظیم ادارې رییس احمد راشد طوطاخیل وایي، په هغه لیست کې چې د طالبانو له لوري افغان حکومت ته سپارل شوی دی د داسې زندانیانو نومونه هم شته دي چې د جنایي او اخلاقي جرایمو په تور نیول شوي دي. طالبان بیا دا ادعا چې ګوندې د دوی په لیست کې د اخلاقي جرایمو زندانیان هم شامل دي ردوي او ټینګار کوي چې حکومت باید د دوی د لیست پر بنسټ ۵ زره زندانیان ټول خوشې کړي.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید