په فراه ولایت کې یو امریکایي عسکر وژل شوی دی

د راپورونو له مخې وینسنټ سباسټین ۲۱ کلن د جمعې په ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې په فراه ولایت کې وژل شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت تازه دغه راپور تایید کړی دی. د پنټاګون په اعلامیه کې راغلي چې دغه حادثه ددوی تر پلټنې لاندې ده. تر دې وړاندې سیګار په یوه راپور کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. آرمي ټایمز بیا لیکي چې په روان کال کې تر دې دمه دلته نهه امریکایي عسکر وژل شوي دي. تېر کال بیا په افغانستان کې ټولټال ۲۰ امریکايي پوځیان وژل شوي وو.

 

ارښت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید